د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، اسراییلي ځواکونو نن (پنجشنبه، وري ۲۱) د غزې بېلابېلو سیمو کې د استوګنې پر ودانیو هوايي بریدونه کړي چې ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
راپورونو کې ویل شوي چې د غزې پر «شجاعیه» سیمه د اسراییل بریدونو کې لږترلږه ۳۵ فلسطینیان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.
ویل شوي چې ۸۰ کسان لا هم تر کنډوالو لاندې ورک دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، له اوربند وروسته د اسراییل د بریدونو بیا پیل راهیسې، نښتو کې یو زر او ۴۸۲ فلسطینیان وژل شوي او ۳زره او ۶۸۸ نور ژوبل دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزې روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۳ کال اکټوبر میاشت کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه کې تردامهاله ۵۰زره او ۸۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۵،۶۸۸ نور ټپیان دي.
د اوربند ټینګښت لپاره غوښتنو او د اسراییل او حماس ترمنځ د نښتو په اړه نړیوالو مخالفتونو سره سره، غزه کې لا هم جګړه دوام لري.



