د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په کابل ښار کې یې د ۳۰ مسافروړونکو موټرو پر فعالیت بندیز لګولی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس یې خپره کړې، لیکلي چې د دغو موټرو فعالیت یې د تخنیکي ستونزو او د څوکیو زیاتوالي له کبله درولی دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت زیاتوي چې دا پرېکړه یې د مسافرو د امنیت خوندیتوب او د لېږدرالېږد وسایلو د سټنډرډ کولو په موخه کړی دی.