د ننګرهار ځایي مسؤلان وایي چې د دې ولایت په اچین او چپرهار ولسوالیو کې نن د تندر پرېوتو پېښو کې ٣ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د ننګرهار د پښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي سيف الله خالد وايي، نن د جمعې په ورځ ماسپښين ناوخته د چپرهار “ډاګو” او “لالا” کليو کې د تندر پرېوتو په دوو جلا پېښو کې دوه کسان مړه او دوه ټپيان شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خالد د معلوماتو له مخې، د اچین ولسوالۍ “باندر خولې” سيمه کې هم د تندر پرېوتو له امله د هجران په نوم يو ديارلس کلن هلک خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادونې ده چې نن د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د ږلۍورېدلو له امله د خلکو لسګونه جریبه فصلونه هم زیانمن شوي دي.
تر دې وړاندې هم یوشمې ولایتونو کې د تندر پرېوتو له امله ځینو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.



