تاجکستان کې د افغانستان په اړه ناسته؛ فطرت: هېواد کې امن دی

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو شپږمه غونډه شوې.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي، په دې غونډه کې په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي پرمختګونو په اړه بحث شوی دی.

د هلمند سنګین کې په ۲۶ میلیونه افغانۍ ۳۰ بستریز روغتون جوړ شوی

د هلمند په سنګین ولسوالي کې د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت، ۳۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

یاد روغتون د عامې روغتیا وزارت، د هلمند ولایت مقام او د عامې روغتیا ریاست په ګډو هڅو د «یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار» موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

ننګرهار کې په ۳۵ ميليونه افغانۍ د «وچ خوړ بند» د جوړېدو چارې پیل شوې 

د ننګرهار محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت په حصارک ولسوالي کې د «وچ خوړ بند» د جوړولو چارې پیل شوې. 

د ننګرهار مرستیال والي  مولوي عزیزالله مصطفی وایي دا بند د (یو‌این‌ډي‌پي) ادارې په مالي لګښت جوړېږي چې ۳۵ ميليونه افغانيو لګښت پرې راځي چې چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.

کندهار کې په ۴۰زره ډالرو د اوبو ۱۵زره کندې کیندل شوي

د اوبو ذخیره کولو لپاره د کندو اېستلو دغه پروژه د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ او د بشري خیریه مؤسسې (OHW) په تخنیکي همکاري بشپړه او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوې.

میدان‌وردګ کې په ۲۰۰ میلیونه ډالرو د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونه جوړېږي

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د هندي بانګوالو له لوري د اوسپنې ویلې‌کولو کارونه جوړېږي.

د یاد ولایت له مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ په دې اړه هندي پانګوالو د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ سره په خپل دفتر کې لیدلي دي.

د لوګر څلور ولسوالیو ته وارېداتي برښنا غځول کېږي

د لوګر  برښنا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت محمداغې، بره‌کي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالیو ته د اوزبیکستان وارېداتي برښنا غځول کېږي.

د دغه ولایت د برښنا ریاست رییس مولوي فهیم منصور پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، د برښنا عمومي ریاست له لوري د مرکز پل‌علم لروپرتو سیمو او ولسوالیو ته د وارېداتي برښنا غځول کېږي.

مالیزیا د فلسطینیانو بیامېشتېدو سره کلک مخالفت ښودلی

مالیزیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې غواړي فلسطینیان بیامېشت کړي او پر غزې ولکه ترلاسه کړي.

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت «پنج‌شنبه، فبرورۍ شپږمه» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کېدل، قومي تصفیه، له نړیوالو قوانینو او د ملګروملتونو د ګڼو پرېکړه‌‌لیکونو سرغړونه ده.

بنګله‌دېش کې اعترض‌کوونو د شیخ‌حسینې کور ته اوراچولی

په بنګله‌دېش کې زرګونه اعتراض کوونکو د یاد هېواد مخکینۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې کور ته اور اچولی او ویجاړ کړی دی.

اعتراض‌کوونکو وروسته له هغې د مخکینۍ لومړۍ وزیرې کور ته اور واچوه چې نوموړې پر ټولنیزو رسنیو یوې ویډیو کې له خپلو پلویانو غوښتنه وکړه چې د لنډمهالي حکومت پر وړاندې ودرېږي.