د لوګر برښنا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت محمداغې، برهکي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالیو ته د اوزبیکستان وارېداتي برښنا غځول کېږي.
د دغه ولایت د برښنا ریاست رییس مولوي فهیم منصور پلعلم کې خبریالانو ته وویل، د برښنا عمومي ریاست له لوري د مرکز پلعلم لروپرتو سیمو او ولسوالیو ته د وارېداتي برښنا غځول کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «د برهکيبرک ولسوالي اړوند ۵۰ ترانسفورمرونه منظور شوي، د محمداغې ولسوالي په زرغون ښار، مغلخېل، دهنو سیمو کې سروې روانه ده او هڅه پيل شوې چې څرخ او خوښۍ ولسوالي ګڼو سیمو ته هم راتلوونکې یوه کال کې برښنا وصل شي.»
منصور همدارنګه وویل، د پخوا په پرتله دغلته د برښنا ریاست کارونو پراختیا پيدا کړې او سږ کال یې د مرکز پلعلم له ښاریانو د برښنا له درکه ۱۸۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم لروپرتو سیمو او ولسوالیو ته د اوزبیکستان واریداتي برښنا غځول کیږي، خو ټینګار کوي چې دغه ژمنه دې په عمل کې ثابته کړي.
د یادونې ده چې د ازبکستان وارداتي برښنا یوازې د لوګر د مرکز پلعلم ښار زره ګونه کورنیو ته ورکړل شوې ده او د ولسوالیو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د وارداتي برښنا ترڅنګ، لمریزې او جنراتوري برښنا ته هم لاسرسی نهلري.