Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې په ۲۰۰ میلیونه ډالرو د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونه جوړېږي

5bb595fd-7202-49f1-8379-9e4d1ccdb6d0

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د هندي بانګوالو له لوري د اوسپنې ویلې‌کولو کارونه جوړېږي.

د یاد ولایت له مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ په دې اړه هندي پانګوالو د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ سره په خپل دفتر کې لیدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یاده فابریکه د مرکز میدانښار په «کوټه عشرو» سیمه کې د ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت جوړیږي چې په منځیني ډول به هره ورځ ۱۲۵۰ ټنه اوسپنه تولیدوي او زرګونه کسانو ته به په‌کې د کارکولو زمینه برابره شي.

خبرپاڼه زیاتوي، د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ هندي پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې ولایتي اداره به د یادې فابریکې په جوړیدو کې ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي همدارنګه په نورو پانګوالو هم غږ وکړ چې په میدان وردګ ولایت کې پانګونه وکړي او د پخوا په پرتله اوس مهال د هیواد په ټولو سیمو کې امنیت خوندي شوی او د پانګونې لپاره پراخ فرصتونه رامنځته شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام