![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/01/iStock-1183622708_1-300x206.jpg)
د کانونو او پټرولیم وزارت څلور ستر کانونه په قرارداد ورکړل
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو نن «پنجشنبه، مرغومې ۲۱مه» له یوشمېر خصوصي شرکتونو سره د څلور سترو کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه لاسلیک کړل.
د هرات د کرُخ ولسوالي «مسجد چوبي» سیمه کې د ۱.۶ کیلومتر مربع په مساحت سره د سکرو کان چې تړون یې د ۳۰کلونو لپاره حضرتبلال خالد شرکت سره لاسلیک شوی.