د لجه‌منګل اوسېدونکي: کلینیک شته، خو د عاجلو ناروغانو درملنه په‌کې نه کېږي

د پکتیا لجه‌منګل ولسوالي چې پر غرونو پوښل شوې، اوسېدونکي یې وايي، یادې ولسوالي کې شته روغتیايي مرکزونه له دوی لرې جوړ شوي چې د ناروغانو لېږد پرمهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د يادې ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، جوړ شوي کلينيکونه د هستوګنې له کورونو لرې دي او په وینا یې، پر وخت ورته خپل ناروغان نه‌شي رسولی.

روزګان کې د وچکالي له امله د بادامو نږدې نیمايي باغونه له‌منځه تللي

روزګان کې د بادامو یو‌شمېر بڼوال وايي چې دغه ولایت کې سږکال د وچکالي له کبله د بادامو نیمايي باغونه له‌منځه تللي دي.

بڼوال زیاتوي چې د تېرکال په پرتله یې د بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی او د اوبو نشتون له کبله نږدې نیمايي باغونه له‌منځه تللي چې دوی ته یې مالي زیانونه اړولې دي.