کندهار ته له پاکستانه را ستنې شوې کورنۍ د ژمي را رسېدو ته اندېښمنې دي
عبدالجبار چې شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې له پاکستان څخه په زوره را ایستل شوی او هېواد ته له خپلې کورنۍ سره راغلی وايي، د اوسېدو ځای نه لري او په سړه هوا کې له خپلو ماشومانو سره په خیمه کې ژوند کوي.