
یونېسف زابل کې د ۱۰۰زره ډالرو په ارزښت د طبي توکو مرسته کړې
د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې یونېسف د یاد ولایت روغتیايي مرکزونو سره د څه باندې ۱۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي توکو مرسته کړې.

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې یونېسف د یاد ولایت روغتیايي مرکزونو سره د څه باندې ۱۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي توکو مرسته کړې.

کندهار کې د انارو یوشمېر بڼوال وايي، سره له دې چې د نباتي ناروغیو او افتونو له امله يې د انارو حاصلات زیانمن شوي د صادراتو پرمهال یې له ګڼو ستونزو سره هم مخ وي. دوی سلاموطندار ته وویل، سپینبولدک کې د نورو ستونزو ترڅنګ، پاکستاني لوري ورته د صادراتو پرمهال ستونزې جوړوي.

د هند په کوربهتوب په روان نړیوال جام کې نن نیوزیلنډ د سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن نن د هند په مهاراشټرا کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ له پاکستان یو ځل بیا غوښتنه کړې چې له دغه هېواد د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه دې لغوه کړي. له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه په پراخه توګه له غبرګونونو سره مخ شوې.

د کاناډا حکومت د دغه هېواد د دولتي ادارو په موبایلونو کې د «ويچټ او کاسپرېسکای» پر کارونې بندیز لګولی دی.
د کاناډا حکومت روانه اوونۍ دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د خصوصي حریم او امنیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی وزیر وايي چې د نومبر دویمه «سبا پنجشنبه» به دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو دایستلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي. دغه هېواد کې افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو لپاره ټاکل شوې نېټه پرون سهشنبه د اکتوبر ۳۱مه پای ته ورسېده.

د افغانستان سرپرست حکومت له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو پر وړاندې له زغم کار واخلي.
سرپرست حکومت «سهشنبه د لړم نهمه» په یوې خبرپاڼه کې له ګاونډیو هېوادونو د مننې ترڅنګ له یادو هېوادو غوښتي چې افغان کډوال دې نهباسي، وخت دې ورکړي او د بشري عاطفې له مخې دې زغم ولري.