
افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری؛ که ونهوځئ سخت چلن به درسره وشي
د پنجاب د اطلاعاتو وزیر امیر میر دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د روانې اکتوبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې له پاکستان څخه ووځي.

د پنجاب د اطلاعاتو وزیر امیر میر دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د روانې اکتوبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې له پاکستان څخه ووځي.

په لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون مسوولان وای چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېر یوه کال پر مهال ۲۵زره جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې ده.

د نړیوالو حقوقو یوشمېر کارپوهان وايي چې د ځینو هېوادونو له لوري سرپرست حکومت ته د افغانستان د سفارتونو سپارل د ا.ا د رسمیتپېژندنې په مانا دي. سرپرست حکومت ته د افغانستان د سفارتونو د ورسپارلو په لړ کې تازه عربي متحده اماراتو دغه هېواد کې افغان سفارت د ا.ا نوي ګومارل شوي سفیر ته ورسپارلی دی.

له هغه وخت راهیسې چې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې، د ملکیانو ترڅنګ لسګونه خبریالانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه «CJP» وايي چې د دواړو لوریو ترمنځ په نښتو کې ۲۹ خبریالان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د اسراییلو او غزې ترمنځ د روانې نښتې په لړ کې امریکا وايي چې پر اسراییلو د بندیزونو لګولو هوډ نهلري.

د نیوزیلنډ او اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې د هند په کوربهتوب په روان نړیوال جام کې نن د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت نکې ولسوالي ته د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې یې پیل کړې دي.