میدانوردګ کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ پيل شوې د میدانوردګ محلي چارواکي وایي چې د موټرسایکل ځغلونې مرکزي فدراسیون له لوري له یاد ولایت څخه تر بامیانو پورې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ پيل شوې.
فاریاب کې د ګلیم او غالیو د پلور بازار له رکود سره مخ دی فاریاب کې د ګلیم او غالیو یوشمېر تولیدونکي وايي چې له نږدې دوو کلونو راهیسې د غالیو او ګلیم پلور پیکه بازار او د بهرنیو غالیو واردات لامل شوي چې دغه صنعت له رکود سره مخ شي.
اقتصادي ستونزې؛ سمنګان کې ځینو زرګرانو خپل کسب پرېښی سمنګان کې یوشمېر زرګران وايي چې دغه ولایت کې د «سروزرو» پېر او پلور د پام وړ کمرنګه شوی چې له کبله ځینو زرګرانو خپل پلارنی کسب پرېښی دی.
د سلاموطندار موندنې؛ ۵۵رسنیو کې د ښځو حضور ۶۶سلنه کم شوی سلاموطندار په هېواد کې د ۵۵ تصویري، غږیزو، چاپي او خبري اژانسو له مسوولانو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره ۷۸سلنه دې رسنیو کې د ښځو حضور ۶۶سلنه کم شوی دی.