Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ پيل شوې

IMG-20230803-WA0010

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د موټرسایکل ځغلونې مرکزي فدراسیون له لوري له یاد ولایت څخه تر بامیانو پورې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ پيل شوې.

 د میدان‌وردګ د والي مرستیال مولوي سیدالرحمن حافظ وایي چې دغه سیالیو کې د میدان‌وردګ او یوشمېر نورو ولایتونو شاوخوا ۱۵ لوبغاړو ګدون کړی چې له میدان ښار څخه به تر بامیانو ښار پورې واټن ووهي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې د دغه سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د همغږۍ او تجربو شریکول او د ورزشکارانو ملاتړ کول دي.

د میدان‌وردګ ورزشکاران هم خوښ دي چې د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون له لوري په دغه ولایت کې درې ورځينۍ سیالۍ پيل شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دوي ټینګار کوي چې د موټرسایکل ځغلونې لوبغاړو ته په بیلابیلو برخو کې اسانتیاوې برابري شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام