
د خبریال ملي ورځ؛ نی: د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ په ورځ ډېرېږي
نن د کب اووهویشتمه، د شنبې ورځ د خبریال ملي ورځ ده. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د دې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ورځ تر بلې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېرېږي. نی ویلي، سږ کال د خبریال ملي ورځ داسې مهال را ورسېده چې افغان خبریالانو له سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.