خالد ځدران: مرسل نبيزاده د خپل ساتونکي له لوري وژل شوې د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران وايي چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مرسل نبيزاده او ساتونکی یې اسماعیل د هغې د بل ساتونکي له لوري وژل شوي دي.
بدخشان کې زلزلې ۷۶ استوګنیز کورونه نړولي بدخشان کې محلي سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شاوخوا ۱۰:۴۷ دقیقې زلزلې د دغه ولایت مرکز فیضاباد ښار او یوشمېر ولسوالۍ لړزولې دي.
د ا.ا د ځواکونو له لوري د خبریالانو نیول کېدو او ځورونې په اړه د نی اندېښنه د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د سلواغې په ۲۷مه، د پنجشنبې ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په وروستۍ یوه میاشت کې د خبریالانو د نیول کېدو او ځورونې پېښو زیاتوالي د دوی اندېښنې را پورته کړې دي.
فاریاب کې ټرافیکي پېښه؛ درې ځوانان مړه او درې نور ټپیان دي فاریاب کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله درې ځوانان مړه شوي دي. د سرچینو په وینا، دا پېښه د سلواغې په ۲۷مه، د پنجشنبې په ماښام د فاریاب-جوزجان پر لویې لارې شوې ده.