
هرات کې پر نشهيي توکو شاوخوا ۷۰ اخته کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي
په هرات کې سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي چې هرات کې د وروستیو ورځو پر مهال پر نشهيي توکو شاوخوا ۷۰ اخته کسانو د سختې یخنۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

په هرات کې سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي چې هرات کې د وروستیو ورځو پر مهال پر نشهيي توکو شاوخوا ۷۰ اخته کسانو د سختې یخنۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د یونسکو برخې سږ کال د «ښوونې او روزنې» نړیواله ورځ چې د جنوري ۲۴مه ورځ ده، هغو افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کوي چې له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
یونسکو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له اسلامي امارت څخه غوښتي چې ژرترژره د افغان نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیزونه لرې کړي.

په نیمروز کې ځینو سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې نن د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې دوه ځایه اور لګېدلی دی.
د سرچینو په وینا، په لومړۍ پېښه کې یو ۴۰۴ ډوله موټر اور اخیستی او له کبله یې دوه کسان مړه شوي دي.

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سختو واورو اورېدو او سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی دی.
د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي سلاموطندار ته ویلي چې د سختې واورې او یخنۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېرې په لوړېدو دي او لپاره یې یو حقیقتموندونکی پلاوی هم ټاکل شوی دی.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو راغلی پلاوی پرون کندهار ته تللی او هلته یې د دغه ولایت له مسوولانو سره په خبرو کې ویلي چې غواړي له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت اړیکې پیاوړې کړي.

د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سراجالدین سراجي سلاموطندار ته ویلي چې د حبیبالله په نوم یو شپږکلن ماشوم د شبرغان ښار په سیند کې ډوب شوی دی.
هغه وايي، یاد ماشوم لومړی پر واورې ښویېدلی، بیا سیند ته غورځېدلی دی.