د تخار اوسېدونکي د ایخانم ښارګوټي د تاریخي اثارو د ساتنې غوښتنه کوي د ایخانم تاریخي ښارګوټی چې د تخار په دشت قلعه ولسوالي کې موقیعت لري، د حکومتونو د نه پاملرنې له امله اوس په یوې کنډواله بدل شوی دی.
هرات کې ټرافیکي پېښه؛ د زوم په ګډون دوه کسان مړه او اووه ټپیان شوي د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله د زوم په ګډون دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.
یوناما: افغان ښځې له اسلامي امارت سره د خبرو غوښتونکي دي افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وايي چې افغان ښځې او نجونې د دوی او اسلامي امارت ترمنځ د خبرو غوښتونکي دي.
د «رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف» د افغانستان غړیتوب لغوه کړ لنډ او کاناډا په ګډه د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف د رییسانو په توګه له دغه اېتلاف څخه د افغانستان غړیتوب لهمنځه یووړ. دغو دوو هېوادونو ویلي چې د یاد اېتلاف له ټولو غړیو سره په مشورې یې پرېکړه کړې چې افغانستان به له دې وروسته د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف غړی نه وي.