د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغانستان کې له نیمايي ډېرې کورنۍ د عاید سرچینې نهلري
د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM» په ځپل یو تازه راپور کې ویلي چې افغانستان کې ۵۵سلنه کورنۍ د خپلو ورځنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره د عاید سرچینې نه لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM» په ځپل یو تازه راپور کې ویلي چې افغانستان کې ۵۵سلنه کورنۍ د خپلو ورځنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره د عاید سرچینې نه لري.
د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۲ کال لپاره د جنسیتي نړیوال شاخص په اړه تازه رپوټ کې ویلي، د نارینهوو تر واک لاندې او محافظه کاره ټولنه کې د ښځو لپاره د مناسب فرصت نهشتون له امله افغانستان نړۍ کې د جنسیتي ناانډولۍ تر ټولو ټیټه کچه کې دی. ا.ا بیا ویلي، ښځې د ټولنې بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیت لري.
د سره صليب نړیوالې کمېتې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ا.ا د واکمنۍ راهیسې د لومړنيو اړينو توکو بيې دوه برابره شوي او ډېری افغانان يې د پېر توان نه لري. د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په ځانګړې توګه د اوړو بیې ۶۸ سلنه لوړې شوې دي.
غزني کې بېوخته او سختو اورښتونو او ږلۍ د کروندګرو او باغلرونکو ترڅنګ د مېوو او کرنیزو محصولاتو یوشمېر سوداګر زیانمن کړي دي.
ناپېژنده وسلهوالو بېګاه شپه په کابل ښار کې دیني عالم او د سلفي علماوو رییس سردار ولي ثاقب په خپل کور کې وژلی دی.
د مرکز پلعلم ښار اوسېدونکي وایي چې بېګاه شاوخوا ۸:۳۰ د پلعلم ښار د «ښاروال څلورلارې» کې ناپېژنده وسلهوال یوې نانوايي ته ننوتي او څلور کسان یې وژلي دي.
د پېښې یوه عیني شاهد محمدجاوید سلاموطندار ته ویلي چې په دغه پېښه کې درې وروڼه ځای پر ځای وژل شوي او د نانوايي یوه شاګرد روغتون په لاره ساه ورکړې ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون