امریکا: اوسني وضعیت کې د ا.ا د حکومت په رسمیت پېژندلو هوډ نه لرو د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو رییس جان کربي ویلي چې اوسني وضعیت کې دغه هېواد افغاستان کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو هوډ نه لري.
پکتیکا کې زلزله ځپلي: بېړنیو مرستو ته اړتیا لرو که څه هم سرپرست حکومت او یوشمېر هېوادونو په پکتیکا او خوست کې زلزله ځپلو ته د مرستولو رسولو لړۍ پیل کړې، خو د پکتیکا زلزله ځپلې وايي چې تراوسه یې مرستې نه دي ترلاسه کړي.
د م.م د بشريحقونو شورا د افغان ښځو وضعیت په اړه بېړنۍ ناسته جوړوي د ملګرو ملتونو د بشريحقونو شورا پرون ویلي چې افغانستان کې د ښځو او مېرمنو د وضعیت په اړه بېړنۍ ناسته جوړوي.
اسلامي امارت د سرپُل پر بلخاب ولسوالي هوايي بریدونه کړي د سرپل بلخاب ولسوالي کې یوه ځايي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، سلاموطندار ته ویلي، ا.ا د مهدي مجاهد ځواکونو سره د مقابلې لپاره په دغه ولسوالي کې هوايي بریدونو کړې دي. سرچینه زیاتوي، د مهدي مجاهد پر کور پرون داسې مهال هوايي برید شوی چې نوموړی په کور کې نه وو.