سرچینه: بلخاب کې د ا.ا ځواکونو او مهدي مجاهد کسانو ترمنځ نښته روانه ده

سرپل کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې نن غرمه د دغه ولایت د سانچارک او بلخاب ولسوالیو ترمنځ «قُم‌کوتل» سیمه کې د اسلامي امارت د هزاره قومندان مهدي مجاهد پورې تړلو کسانو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

پکتیکا او خوست کې د زلزلې اوښتي زیانونه؛ کارپوهان: حکومت او خلک ګرم دي

د جیولوژي برخې یو‌شمېر کارپوهان وايي، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ مرګونې زلزلې د شدت او په لوړه کچه د سر او مال زیان اوښتو اصلي لاملونه د سختو جګړو او تر ځمکې لاندې د کمربندونو او پلېټونو زیانمنېدل دي.

چارواکو ته د وزګاره کسانو غږ رسول؛ هلمندي ځوانانو کابل ته پلی مزل پیل کړی

هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ د پراخېدو په لړ کې د هلمند درېوو اوسېدونکو په یوه کم‌سارې اقدام کې د سرپرست حکومت مسوولانو ته د دغه ولایت د وزګاره ځوانانو د غږ رسولو په موخه له هلمند څخه کابل ته پلی مزل پیل کړی دی.

بامیان کې د یوې ۲۴کلنې نجلۍ جسد موندل شوی

په بامیان کې محلي سرچینو سلا‌م‌وطندار ته ویلي، ۲۴کلنه رُقیه چې نږدې یوه میاشت وړاندې لادرکه شوې وه، جسد یې پرون د دغه ولایت د مرکز اړوند شهیدانو کلي په یوې څاه کې موندل شوی دی.

ا.ا: زلزله ځپلو سره د پاکستان، ایران او قطر د مرستو جوپې هېواد ته رارسېدلي

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد ویلي چې پاکستان، ایران او قطر هېوادونو پکتیکا کې زلزله ځپلو سره مرستې کړي او د مرستو دغه چوپې پکتیکا ولایت ته رسېدلې دي.

نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې له خوراکي او نورو توکو بار ۸ عراده موټره د پاکستان له لارې پکتیکا ته لېږدول شوې دي.