فاریاب کې یوه کس خپله اومېندواره مېرمن د چړې په وسيله وژلې د فارياب محلي مسوولان وايي چې دغه ولايت کې يوه کس خپله اومېندواره مېرمن د چړې په وسيله وژلې ده.
د خوست ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۳۰ جریبه ځنګل سوځېدلی د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولانو ویلي چې د خوست ولایت د جلغوزیو په ځنګلونو کې د تازه اورلګېدنې له امله ۳۰ جریبه ځنګل سوځېدلی دی. د یاد وزارت ویاند مصباحالدین مستعین سلاموطندار ته ویلي چې د خوست د موسیخېلو او قلندر ولسوالیو ځنګلونو کې اورلګېدنه د ځایي خلکو په مرسته تر یوه بریده کابو شوې ده.
کابل کې د ۷۰ بېوزله جوړو د ډلهییز واده مراسم ترسره شول د سیداحمد سېلاب خیریه بنسټ نن په کابل کې د ۷۰ بېوزله جوړو ډلیز واده ترسره کړ. د دغه بنسټ مسوول سیداحمد سېلاب وايي، دغه جوړې له بېلابېلو ولایتونو څخه وې چې د خپل ودونو د لګښت توان یې نه درلود.
د خوست د جلغوزیو ځنګلونو کې لګېدلی اور د ولسونو په مرسته کنټرول شوی د خوست د موسیخېلو او قلندر ولسوالیو اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې د یاد ولایت د جلغوزیو په ځنګلونو کې لګېدلی اور د ولسونو په مرسته مهار شوی دی.