د لغمان اوسېدونکي: ا.ا دې د تېر حکومت نیمګړې پروژې بشپړې کړي
د لغمان یوشمېر اوسېدونکي وایي، اسلامي امارت دې هغه ټولګټې پروژې بشپړې کړي چې کارونه یې د تېر نظام پر مهال پیل شوي خونیمګړې پاتې دي. هغوی د تېر حکومت پر مسولانو نیوکه کوي چې د پروژو کارونه یې پر ټاکلې وخت تطبیق نه کړل.