
ا.ا په ننګرهار کې د کورونو د پلټنې عملیات پیل کړي
په ننګرهار کې د اسلامي امارت ځايي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د امنیت ټينګښټ په موخه له تېرو دوو ورځو راهیسې د کورونو د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

په ننګرهار کې د اسلامي امارت ځايي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د امنیت ټينګښټ په موخه له تېرو دوو ورځو راهیسې د کورونو د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

هلمند کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا بېوزلي، وزګارتیا او نورې بېلابېلې ستونزې لامل شوي چې ځوانان خپلې لوړې زدهکړې په نیمه کې پرېږدي.

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه اسلاماباد کې د امنیتي مذاکراتو په نوم غونډې ته ویلي، که افغانستان سره مرسته ونه شي، نه یوازې د کډوالۍ بحران به زیات شي، بلکې ترهګرو ته به هم فرصت برابر شي چې غښتلي او ان د سپتمبر د ۱۱مې پېښې په څېر به بله پېښه رامنځته شي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د عمرانخان په غوښتنه وروسته له هغې د دغه هېواد پارلمان منحل کړ چې نن پارلمان د لومړي وزیر عمرانخان پر ضد د اپوزېسیون له لوري وړاندې شوې د نه باور طرحه رد کړه.

د اسلامي امارت مشر هبتالله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د کوکنار او نورو هر ډول نشهيي توکو پر کښت بندیز اعلان کړی دی.
په دغه فرمان کې راغلي چې له دې وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت په مطلقه توګه منع اعلان شوی او څوک نشي کولای چې د کښت هڅه یې وکړي.