جو بايډن د افغانستان د کنګل شوې پانګې د ازادېدو فرمان لاسلیک کړ
د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ. د دغه فرمان له مخې امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل کېږي.