
مسکو سبا د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربهتوب کوي
ټاکل شوې سبا په مسکو کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي. د روسیې، چین، پاکستان او هند استازي به سبا چهارشنبه په دې غونډه کې د طالبانو د رییسالوزرا د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري له افغان پلاوي سره وګوري.
د راپورونو له مخې، یاد لوري نن هم د افغانستان په اړه حاشیوي بحثونه کوي.