
په بازارونو کې د اوړو د بیو لوړېدل؛ مسوولان یې باید مخه ونیسي
یوشمېر هېوادوال وایي چې په هېواد کې د وړو په ګډون د لومړنیو خوراکي توکو بیې دوه برابره شوي او خلک یې د پېرلو وس نه لري چې اړوند چارواکي یې باید مخه ونیسي.

یوشمېر هېوادوال وایي چې په هېواد کې د وړو په ګډون د لومړنیو خوراکي توکو بیې دوه برابره شوي او خلک یې د پېرلو وس نه لري چې اړوند چارواکي یې باید مخه ونیسي.

طالبانو د لیکو د تصفیې په نوم کمېسیون رامنځ ته کړ. دغه کمېسیون دنده لري، هغه کسان چې فرصتطلبه دي او بده مخینه لري، د طالبانو له لیکو بېل کړي.

په دې وروستیو کې د هرات حوزوي روغتون ته د ناروغانو ورتګ زیات شوې او هره ورځ د غور، بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو سلګونه اوسېدونکي د درملنې لپاره ورځي.
د بادغیس اوسېدونکی سیدحسام الدین چې شاوخوا شل ورځې وړاندې د خپل ماشوم د درملنې لپاره هرات ته تللی، د ډاکټرانو پر نه پام نیوکه کوي.

د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو له امله د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي. شاهولي چې د بادغیس ولایت اصلي اوسېدونکی او د مخکیني حکومت کارکوونکی دی، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو له امله شکایت لري. هغه چې د ۲۰کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ راوړنکی دی، وایي چې په را روان ژمي کې د خوړو او ځان تودېدو لپاره څه نه لري.