
ولسمشر: هغوی چې سوله نه کوي، باغیان دي
ولسمشر محمداشرف غني نن د کانونو اوونۍ په غونډه کې وویل چې افغان دولت په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره د سولې طرحه وړاندې کړه او په خبره یې، هغوی چې سوله نه کوي، باغیان دي.

ولسمشر محمداشرف غني نن د کانونو اوونۍ په غونډه کې وویل چې افغان دولت په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره د سولې طرحه وړاندې کړه او په خبره یې، هغوی چې سوله نه کوي، باغیان دي.

په تخار ولایت کې د وسلهوالو طالبانو له لوري د دغه ولایت د ۱۶ولسوالیو د نیولو په لړ کې نن په کابل کې د دغه ولایت ځوانانو او مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال وویل چې دغه وضعیت د اندېښنې وړ دی او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د افغان دولت او طالبانو استازیو نن په تهران کې له دوهورځني بحث وروسته اعلامیه خپره کړه. په اعلامیه کې لیکل شوي چې جګړه د حل لاره نه ده او باید پر سیاسي حللارې تمرکز وشي. په اعلامیه کې د تهران غونډه ګټوره بلل شوې او لیکل شوي چې جګړه د افغانستان سلامتیا ته زیان رسوي او د پای ته رسېدو لپاره یې باید سیاسي لارې چارې ولټول شي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکو نن په کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وویل چې په وروستۍ یوه میاشت کې د وچکالۍ، طبیعي پېښو او ناامنیو له امله په ۲۵ ولایتونو کې ۳۲۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.

د ملي کنګرې ګوند رییس عبداللطیف پدرام نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې هېواد له ګواښوونکي او پېچلي وضعیت سره مخ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په محتاطانه ډول تهران کې د افغان دولت او طالبانو د استازیو ترمنځ د لیدنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ورته ګامونه د افغانستان لپاره ګټور تمامېدای شي. هغه ویلي: «موږ تل ویلي چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه د دغه هېواد راتلونکې کې ونډه لري. دوی باید خپل نفوذ په مثبت او اغېزناک ډول وکاروي.»

وروسته له هغې چې تېره اوونۍ د پنجشېر ولایت اړوند د حصه اول ولسوالي په «پیشغور» کلي کې پراخ سېلابونه راووتل، یوې سرچینې دغه سېلابونه د طبیعي یخچالونو له امله یاد کړل، اوس د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې د «پیشغور» کلي لوړو څوکو ته د څېړنې لپاره یو ټیم استولی دی.