کندوز کې د جګړې دوام، په یوه اوونۍ کې ۲۱ملکیان وژل شوي او ۲۲۵ ټپیان دي
د کندوز د روغتیا ریاست مسوولان وایي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د جګړو له امله په دغه ولایت کې ۲۵۰ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د کندوز د روغتیا رییس احسانالله فضلي سلاموطندار ته ویلي چې د وروستۍ یوې اوونۍ په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه ولایت حوزوي روغتون ته ۲۱مړي او ۲۲۵تپیان ور وړل شوي دي.