پروان، کاپیسا او پنجشېر کې به ۳۰ زره کسان د طالبانو پر وړاندې ودرېږي

یوشمېر جهادي مشران په هېواد کې د طالبانو له بریدونو زیاتېدو او د یوشمېر ولسوالیو له لاسه وتلو سره سم له طالبانو سره د مبارزې په موخه د خلکو د درېدو غوښتنه کړې او په تړاو یې په پروان کې له درې ورځو راهیسې پرله‌پسې غونډې شوې دي.

پنټاګون: د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو ښایي د ځواکونو وتل ورو شي

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د څو ولسوالیو د مرکزونو له نیولو سره هم‌مهاله پنټاګون د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزونې په حال کې دی او وضعیت ته په کتو به د ځواکونو د وتلو د ورو کېدو پرېکړه وکړي.

د مزارشریف ښار تر دروازو د طالبانو رسېدو په اړه د خلکو اندېښنې

طالبانو په تېرو اوو ورځو کې د بلخ اووه ولسوالۍ ونیولې او پرون د مزارشریف ښار دروازو ته په رسېدو سره د ښار د سقوط او د طالبانو دورې ته د ورګرځېدو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د مزارشریف ښار په دروازو کې د لنډې مودې لپاره د طالب جنګیالیو حضور لامل شو چې د دغه ښار اوسېدونکي خوندي ځای ته د ځان رسولو په فکر کې شي.

شمال کې د طالبانو پر وړاندې نوی اېتلاف د جګړې لوری بدلولی شي

د عطامحمد نور په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوند مشر پرون یوې رابلل شوې غونډه کې د هېواد له سیاسي ګوندونو او پېژندل شویو څېرو وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې دې د هېواد د دفاع لپاره سره راټول شي او ملي خوځښت دې رامنځ ته کړي. هغه وویل چې په دې برخه کې یې لا له وړاندې حکومت ته یوه طرحه وړاندې کړې وه.

کورونا؛ په یوه شپه او ورځ کې ۷۳ کسان مړه او ۲۲۰۲ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۷۳ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او دوه زره او ۲۰۲ نور تازه پرې اخته شوي دي. تازه پېښې د پنځه زره او ۴۹۹ شکمنو نمونو له کتلو ترلاسه شوې دي. په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴۹۴ نور کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.