
ولسي جرګه: ولسمشر غني د جګړې په اړه په څه نه پوهېږي
د ولسي جرکې غړو د یادې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې وویل چې ولسمشر محمداشرف غني په جګړه نه پوهېږي او همدا موضوع د دې سبب شوې چې امنیتي وضیعت خراب شي.

د ولسي جرکې غړو د یادې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې وویل چې ولسمشر محمداشرف غني په جګړه نه پوهېږي او همدا موضوع د دې سبب شوې چې امنیتي وضیعت خراب شي.

د روان کال د غبرګولي په ۱۸مه د بدخشان یوشمېر اوسېدونکو د اوبو او برېښنا نهشتون او د ناامنیو زیاتېدو په تړاو اعتراض وکړ، خو دغه اعتراض په تاوتریخوالي واوښت او په پایله کې یې ۴ اعتراض کوونکي ووژل شول او تر ۴۰ زیات ټپیان شول.

سپینې ماڼۍ ویلي چې تمه ده د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د روانې اوونۍ په پای کې امریکا ته سفر وکړي او د دغه هېواد له ولسمشر مشر جوبایډن سره وګوري. د چارو شنونکي د دغو دوو افغان لوړپوړو چارواکو سفر تشریفاتي بولي او وایي چې دغه سفر به د هېواد پر روان وضعیت هېڅ راز اغېز ونه لري.

په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د وسلهوالو طالبانو د بریدونو په زیاتېدو سره ځینو ولایتونو کې ولسي کسانو د طالبانو پر ضد وسله پورته کړې او د خپلو سیمو د امنیت ټینګښت لپاره له امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي. د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې هم د لومړی ځل لپاره د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅونوالو سل کسیزه ډله جوړه شوه.