طالبانو په سرپل کې لویې لارې تړلي او خلک ځوروي

د سرپل د ولایتي شورا یوشمېر غړي وايي، د دغه ولایت د صیاد، بلخاب، سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو د لویو لارو په تړل کېدو سره وضعیت ترینګلی شوی او طالبان د ښار په شاوخوا کې له امنیتي ځواکونو سره جګړې کوي. د دوی په وینا، که دولت ژرترژره پراخ عملیات ونه کړي، انساني ناورین به جوړ شي.

ولسمشر: افغانستان د سقوط پړاو کې نه دی

ولسمشر محمداشرف غني وايي، افغانستان د سقوط په پړاو کې نه دی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواک ډول د هېواد او خلکو د دفاع وړتیا لري. ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر دا څرګندونې پرون ماښام په انلاین ډول د نظامي ګنجوي نړیوال مرکز په غونډه کې کړې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، محمداشرف غني په دې غونډه کې ټینګار کړی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له کلونو راهیسې ۹۴ سلنه عملیات په خپلواک ډول کوي.