د میدانوردګ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې سږکال د دغه ولایت په مرکز میدانښار او ۹ ولسوالیو کې شاوخوا ۵زره کورنۍ د طبیعي او غیرې طبیعي افتونو له امله زیانمنې شوې دې.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست رییس مولوي فیضالله جلالي میدانښار کې جوړې شوې غونډې ته وویل، زیانمنو شویو کورنیو سره شاوخوا ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت نغدي او د خوراکي توکو مرستې شوې دې.
نوموړي زیاته کړه، په همدې کال کې د طبیعي افتونونو له امله ویجاړ شوي ۲۵۵ د هستوګنې کورونه او ۵۵ کیلومټره سړک بیارغول شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
جلالي وایي، د طبیعي پېښو له امله سږکال دغلته ۱۹ وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوې دې چې له هرې زیانمنې کورنۍ سره هم دنغدي پيسو او خوراکي توکو مرستې هم شوې دې.
له طبعي پېښو سره د مبارزې ریاست رییس د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې په راتلوونکي ۱۴۰۴ کال کې به هم زیانمنو کورنیو سره ورته مرستې وکړي.