Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیا کې په درې‌نیم میلیونه ډالرو یو عیدګاه جومات جوړېږي

images

د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز ښار اړوند د بلندمنزلو سیمه کې د يوه لوی عيدګاه جومات د جوړېدو چارې چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌.الدین حقا.ني هم په‌کې ګډون کړی و، پیل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د حقا.ني په وینا، پر ياد جومات چې د جوړېدو چارې به یې په درېوو کلونو کې بشپړې شي او ۱۰زره لمونځ‌کوونکي په‌کې ځایېږي، شاوخوا درې‌نیم میلیونه ډالره لګښت راځي.

د کورنيو چارو سرپرست وزير وويل چې د ياد جومات لګښت به دی له نورو خيريه بنسټونو سره په ګډه ورکوي. هغه له نورو سوداګرو هم وغوښتل چې د ياد جومات مالي برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي.

هغه زیاته کړه: «د پکتيا زون ته پوره پام نه‌دی شوی؛ نو موږ په ګډه پرېکړه وکړه چې له مشرانو سره به لومړی د جومات کارونه پيل کړو، ورپسې به د نورې بيارغونې چارې پيل کړو. پر سوداګرو غږ کوم چې د یاد جومات مالي برخه کې راسره برخه واخلي.»

په ورته وخت د ګردېز ښاريان هم د ياد جومات چارو پيل ته خوښ دي. د ګردېز ښار اوسېدونکی امين‌الله وايي، تر دې وړاندې په مرکز ګردېز کې د زياتو لمونځ‌کوونکو د راټولېدو لپاره جومات نه و او په خبره يې چې د ياد جومات په جوړېدو سره به په اخترونو کې خلکو ته اسانتياوې برابرې شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دوی غوښتنه کوي چې د دغه جومات تر څنګ دې په پکتيا کې نورې پرمختيايي پروژې هم پيل شي. په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې پکتيا ته به د پرمختيايي پروژو په برخه کې ځانګړې پاملرنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام