Asset 1SWN

د خوړو نړیوال پروګرام: سېلابونو په بغلان کې د ۳۰۰ کسانو ژوند اخیستی

سیل-در-بغلان-1-qo034g2wb5u07j64bqbbbqx05s1w7g0x82wjdwmqh4

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په بغلان کې د راوتلو سېلابونو له کبله څه باندې ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوړو نړیوال پروګرام دا شمېرې نن ماسپښین (د غويي دوه‌ویشتمه، د شنبې ورځ) پر خپلې اېکس‌پاڼې خپرې کړي او ویلي یې دي چې پر سېلاب‌ځپلیو یې د بېسکویټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

بله‌خوا په بغلان کې محلي سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي چې سېلابونو یوازې د دغه ولایت په برکه او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د ۲۵۰ کسانو ژوند اخیستی دی.

په بغلان کې محلي مسوولانو تر اوسه دا شمېرې نه رد او نه هم تایید کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې پرون په بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او غور ولایتونو کې سخت سېلابونه راووتل چې له کبله یې خلکو ته بې‌ساري ځاني او مالي زیانونه واړول. ‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام