Asset 1SWN

لوګر کې ۲ زره کورنیو ته د برښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې

ac7ea7a2-ef58-46f7-809c-470bda5d2cff

د اوبو او برښنا وزارت له لوري د لوګر محمداغې ولسوالي «سفیدسنګ» سیمه کې د ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د هستوګنې کورونو ته د ۲۰ کېلوواټه برښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې.

د اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبدالطیف منصور نن (یکشنبه، جوزا ۲۵) په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه پروژه د اوبو او برښنا وزارت له پراختیایي بودیجې د شاوخوا ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د راتلوونکي یوه کال په ترڅ کې پلي کیږي چې ورسره به د محمداغې ولسوالي ۲ زره کورنۍ له وارداتي برښنا برخمنې شي.

هغه وویل، لوګر کې د برښنا ګڼې پروژې تر کار لاندې دي او هڅه کوي چې روان کال یادې پروژې بشپړې او د نویو پروژو عملي کېدو ته لاره هواره شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ښاغلي منصور له هیواده بهر افغانانو وغوښتل چې بیرته راستانه شي او د اسلامي امارت نظام تر چتر لاندې ولس ته خدمت وکړي.

همدارنګه د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور وویل، دغه ولایت کابل ته څيرمه پروت دی او اړتیا ده چې د اسلامي امارت ټول ادارې یې پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

اخوا د محمداغې ولسوالي اوسیدونکي سلام‌وطندار ته وايي، خوښ دي چې د اوبو او برښنا وزارت له لوري د هستوګنې کورونو ته د برښنا رسولو پروژه پيل شوه.

دوی وویل، د دغې ولسوالي له لارې لویې پکتیا ته د برښنا مزی غځول شوي، خو تراوسه پورې د یادې ولسوالي اوسیدونکو ته په بشپړه توګه برښنا نه ده ورکړل شوې.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام