د هلمند مسوولان وايي، د واشیر ولسوالي په “سر فولاد” سیمه کې د اوبو بند ګټې ته وسپارل شو چې د سیمې په کرنې، بڼوالۍ او د اوبو زېرمه کولو کې مهم رول لري.
د هلمند د اوبو او انرژۍ ریاست د انجینري خدماتو امر انجینر فریدون سلاموطندار وویل، د دغه بند په جوړېدو نږدې ۱۹.۵ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د ملګرو ملتونو د نړیوال پرمختیایي پروګرام لهخوا ورکړل شوي او چارې یې ۸ میاشتو کې بشپړې شوي.
هغه وویل، دغه بند د یو میلیون او ۵۶ زره متر مکعب اوبو زېرمه کولو ظرفیت لري.
یاد بند ۱۲ متره لوړوالی، ۲۳۵ متره اوږدوالی او ۶۵ متره سور لري.
انجینر فریدون زیاته کړه چې د دې پروژې موخه د اوبو سطحې لوړول، د باراني اوبو کنټرول او شاړو ځمکو کې د کرنې او باغدارۍ زمینې برابرول دي.
هغه وویل: «د ملګرو ملتونو د نړیوال پرمختیايي پروګرام لهخوا ۱۹ نیم میلیون افغانۍ ځانګړي شوي، دا پروژه د ۸ میاشتو په اوږدو کې بشپړه شوه، دا بند د یو میلیون او ۵۶ زره متر مکعبه اوبو زېرمه کولو ظرفیت لري.»
د واشیر ولسوال مولوي علي احمد احسان هم د پروژې د پلي کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، دا بند د سیمې لپاره یو مهم پرمختګ دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«موږ خوښ یوو چې د واشیر ولسوالي لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوال پرمختیايي پروګرام له خوا دغه پروژه تطبیق شوه ځکه واشیر ولسوالي ډېر سخته وچکالۍ ځپلې، موږ پهدې هڅه کې یوو چې د دې ډول لا زیاتو پروژو لپاره زمینه مساعد کړو .»
د سیمې اوسېدونکي دا پروژه یو مثبت بدلون بولي او وايي، دا بند د کرنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم فرصت برابروي.
په اړه یې د واشیر ولسوالي اوسېدونکو سیفالله نظرالدین وویل:
«دې بند ته ډېر خوښ یوو، زموږ ولسوالي ډېرې سختي وچکالۍ ځپلې، دا بنده کې به اوبه ذخېره شي، خدای ته امید شته چې زموږ ډېری کرنیزي اړتیاوې پوره کړي.»
«بند ته خوښ یوو، خو دلته د ډېرو طبیعي کاریزونو د وچیدو دلیل لویې او ژورې برمې وې، خو دغه بند ته زموږ ډېر امیدونه شته.»
د واشیر ولسوالي نوی بند نه یوازې د سیمې د اوبو ستونزه تر ډېره حل کولی شي، بلکې د کرنیزو فعالیتونو د بیا پيل او پراخېدو لپاره یې وې هیلې را ژوندۍ کړي دي.