د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې ناپېژنده وسلهوالو یو کس وژلی دی.
د بغلان د امنیې قومنداني د مطبوعاتو مسوول شېراحمد برهاني سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د یاد ولایت د نهرین ولسوالي «حافظ بچه» سیمه کې ناپېژنده وسلهوالو د نورالدین په نوم کس وژلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه خپلې پلټنې پیل کړي دي. له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولانو یې تر ډېره لامل شخصي دښمني، کورنی تاوتریخوالی او نور لاملونه یاد کړي دي.