د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره (یونېسف) وايي چې افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته مېرمنو او نجونو شمېر لوړ شوی دی.
یونېسف نن دوشنبه د کب ۲۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه په سوېلي اسیا کې د یادې ادارې د خوارځواکۍ برخې سلاکار زیوايي موریرا یو ویډیويي پیغام خپور کړی چې نوموړي پهکې ویلي، اوس افغانستان کې ۸۰۰زره ښځې او نجونې خوارځواکۍ سره مخ دي.
زیوايي موریرا په دې ویډیويي پیغام کې همداراز وايي چې دغه شمېر په ښځو او نجونو کې د خوارځواکۍ د پېښو ۵۰سلنه زیاتوالی ښيي.
په ورته مهال موریرا ویلي، افغانستان کې د خوارځواکۍ مخنیوي او درملنې لپاره ۱۸۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده او په وینا یې، یونېسف پر خوارځواکۍ د اخته مېندو او ماشومانو لپاره روغتیايي خدمات وړاندې کوي، څو د دوی وضعیت ښه شي.
د یونېسف پر ټوېټرپاڼه په خپور شوي ویډیويي پیغام کې همداراز موریرا ټينګار کړی چې یونېسف به افغانستان کې د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره د دغو ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یونېسف په وینا، دغه پيسې به د اړتیا وړ توکو پېرلو، پر سختې خوارځواکۍ د اخته ۸۷۵زره ماشومانو د درملنې او د اومېندوارو او شیدې ورکوونکو مېرمنو د سمې تغذیې په موخه د سلا مشورو په برخو کې ولګول شي.