Asset 1SWN

سلام وطندار

یونیسف د ۲۸زرو افغان روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کوي

Health-worker-in-Afghanistan-11-qzsh0uvcwgep772qv5vux1tbhabh0tett5vnivlxfs

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، په روان زېږدیز کال کې یې د ۲۸زرو افغان روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یونیسف په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس یې خپره کړې، ویلي چې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو رسوونکي دغه شمېر کارکوونکي به میندو او ماشومانو ته خدمتونه ورسوي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «نرسانې د افغانستان د درملنې څانګې د کادر تر ټولو لویه برخه جوړوي.»

یونیسف او یوشمېر نورو بنسټونو د ا.ا له واکمېدو وروسته د افغانستان د روغتیايي سکټور ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق تر دې مخکې ویلي و چې د ۲۰۲۴ کال په اوو میاشتو کې یې د ۲۴۰ روغتیايي مرکزونو له لارې ۱۸ میلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمتونه رسولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام