د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې یونېسف د یاد ولایت روغتیايي مرکزونو سره د څه باندې ۱۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي توکو مرسته کړې.
د دوی په وینا، د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونېسف د ۱۱۷زره ډالرو په ارزښت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته طبي او غیرطبي توکي ورکړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی زیاتوي چې دغه مرسته به په دغه ولایت کې شته روغتیايي ستونزې تر یوه بریده حل او خدمتونه به یې معیاري کړي.
د زابل دې عامې روغتیا رییس میرویس افغان سلاموطندار ته ویلي چې مرسته شویو توکو کې د روغتیايي کلنیکونو د اړتیا وړ طبي او نور توکي شامل دي.
په ورته مهال زابل کې د بشردوستانه پرمختیايي موسسې «RHDO» ولایتي مسوول ډاکټر نیکمحمد عباس ویلي، پلان لري چې د یونېسف په همکاري د نورو روغتیايي مرکزونو ارزونه وکړي او هغوی سره به د اړتیا وړ وسایلو مرسته وکړي.
د ویلو ده چې د زابل ډېری لرو پرتو سیمو کې خلک د ژوندانه له نورو ستونزو سره-سره د یو لړ روغتیايي ستونزو سره هم مخ دي، خو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست بیا تل د روغتیايي خدماتو د پرختیا ډاډ ورکوي.