Asset 1SWN

سلام وطندار

غزني کې دوو ټرافیکي پېښو ۱۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

۱۱۱

په غزني کې د دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو پر مهال ۱۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د غزني محلي مسوولان وايی، دا پېښې بېګاه د شپې یوولس بجې د کابل‌-‌کندهار پر لویې لارې شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه یو ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی موټر د ګازو له یوه ټانکر سره د دغه ولایت د مرکز اړوند په شهباز سیمه کې ټکر کړی دی.

د هغه په خبره، یو بل ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی موټر له یوه باروړونکي موټر سره د غزني د اندړو ولسوالي په ناني سیمه کې ټکر کړی چې د دواړو پېښو له کبله ۴۴ کسان مړه شوي او ۷۶ نور ټپیان دي.

د دغو ټرافیکو پېښو ټپیان د غزني ولایت حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د یوشمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی. د مسوولانو په وینا، ښايي په یادو پېښو کې د مړینې کچه لوړه شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د غزني محلي مسوولان د دغو ټرافیکو پېښو سیمو ته ورغلي او د غزني ټول ډاکټران او نور روغتیايي ټیمونه د غزني بېلابېلو روغتونو ته ورغوښتل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام