د بدخشان په تشکان ولسوالي کې او د بهارک ولسوالي او فیضاباد ښار پر لویې لارې دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو د درېوو کسانو ژوند اخیستی او پنځلس نور یې ټپیان کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بدخشان د امنیې قومانداني ویاند احسانالله کامګار وايي، پرون ماسپښین (د تلې ۱۲مه، پنجشنبه) یوه کرولا د دغه ولایت په ارغندکان سیمه کې له سړک نه اوښتی او رغړېدلی دی.
د نوموړي په وینا، په دې ټرافیکي پېښه کې درې کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
هغه وايي، د بدخشان د بهارک ولسوالي او فیضاباد ښار ترمنځ پر لویې لارې یوې کرولا له رېنجرې سره ټکر کړی چې له کبله یې لس کسان ټپیان شوي او د درېوو هغو روغتیايي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.
ټرافیکي قوانینو ته نه پام، د سړکونو خرابوالی، ګړندی تګ او د موټرچلوونکو بېغوري هغه څه دي چې وختناوخت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو لامل کېږي او له امله ګڼشمېر افغانانو ته مرګژوبله هم اوړي.