Asset 1SWN

بلوچستان کې د نښتې پرمهال دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

h_57108699

د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند کچلاغ سیمه کې د وسله‌والو او پولیسو ترمنځ د نښتې له کبله دوه پاکستاني پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د اپرېل لسمه راپور ورکړی، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې ناپېژنده وسله‌والو کچلاغ سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید ورکړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په راپورونو کې د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیا‌الله لانګو له قوله ویل شوي چې برید کې دوه پولیس او یو وسله‌وال وژل شوي او یو پولیس ټپي دی.

تراوسه کوم چا یا ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

په ورته مهال د روانې اپرېل میاشتې پر څلورمه نېټه هم یاده کې سیمه د یوه وسله‌وال برید پرمهال دوه پاکستاني سرحدي ځواکونه وژل شوي وو.

په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبريښتونخوا او بلوچستان ایالتونو اړوند سیمو کې د امنیتي ځواکونو او نظامیانو پر وړاندې وسله‌والو بریدونو زور اخیستی چې د دغه هېواد خلک او حکومت یې اندېښمن کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د پاکستان حکومت بیا څو ورځې وړاندې دغه هېواد کې د ټولو مخالفو وسله‌والو ډلو پر وړاندې د عملیاتو خبر ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام