Asset 1SWN

سلام وطندار

د بدخشان د سرو زرو کان کې دوه کان کیندونکي مړه شوي

معدن

د بدخشان محلي مسوولان وايي چې نن شنبه د کب ۱۳مه دغه ولایت کې د سرو زرو کان ښویېدنې له امله دوه کان کیندونکي مړه شوي دي.

د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ رییس معز‌الدین احمدي وايي چې پېښه د یاد ولایت د یاوان ولسوالي اړوند «قطاربید» کلي د سرو زرو یوه کان کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاده سیمه کې د سرو زرو کان د یوې برخې ښویېدنې له کبله دوو کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس همداراز وویل چې پېښه کې یو کان کیندونکی ټپي شوی هم دی. احمدي ویلي چې جسدونه یې له څلور ساعت هڅو وروسته له خاورو او ډبرو لاندې رااېستلي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې کان کیندونکي له ورته پېښو سره مخ شوي دي. د مسوولانو په وینا، ډېری دغه پېښې د نامسلکيتوب له امله رامنځته کېږي

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام