د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سیمه کې د ټېکټاک ویډیو جوړولو پر مهال دوو ورونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې چې نن سهشنبه د نومبر اوومه یې خپور کړی ویلي، پېښه د خېبرپښتونخوا ایالت د کوهاټ په ګمګهول سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د رسنیو په راپور کې ویل شوي چې د عمران علي په نوم یوه ۱۳کلن هلک هغه مهال خپل یوولس کلن ورور عدنان په تېروتنه د توپانچې په ډز ویشتی چې د ټېکټاک لپاره یې ویډیو جوړوه.
په راپور کې د پولیسو له قوله راغلي چې ۱۳کلن عمران علي د خپل ورور له وژنې وروسته د کورنۍ د وېرې له امله خپل ځان هم ویشتی او دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ماشومان کورنۍ د پنجاب خانیوال سیمې پورې تړلې، خو کوهاټ کې مېشت وو.
د یادو هلکانو پلار محمدنواز رسنیو ته ویلي: «عمران علي نه خپل کشر ورور لګیدلی، نو له هغې وروسته هغه هم ویرې اخستی چې ګنې د کور خلکو ته به اوس څه جواب ورکړي اؤ د دغه ویرې له امله هغه هم خپل ځان په هغه توپانچه وژلی دی.»
له دې وړاندې هم دغه هېواد کې یوه کس د پابجي ګېم له امله د خپلې کورنۍ غړي وژلي وو. په وروستۍ ورته پېښه کې بیا یوه ځوان خپل پلار د ټېکټاک ویډیو جوړولو لپاره د موبایل نهورکولو له امله وژلی و.