د ترکیې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې نن یکشنبه د مې ۲۸مه دغه هېواد کې پر ځای وخت سهار ۸ بجې پیل شوې دي.
دغو ټاکنو کې چې د ترکیې اوسني ولسمشر رجیبطیب اردوغان او د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو ترمنځ کېږي، د ترکیې بهرني سیاست او اقتصاد ترڅنګ، د کډوالو موضوع یې تر ټولو اساسي مسایلو څخه بلل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو کې دواړه سیالان د کډوالو پر وړاندې بېلابېلې تګلارې لري او سره له دې چې دامهال د رجبطیب اردوغان حکومت کې د کډوالو د اېستلو بهیر دوام لري، خو د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو د اردوغان په پرتله د کډوالو په اړه سخته کړنلاره لري.
په ورته مهال د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو په اړه افغانالاصله ترکي وګړی عزتالله سادات چې د دغه هېواد پارلماني ټاکنو ته هم نوماند و، سلاموطندار ته ویلي، دغه ټاکنې د ترکي وګړو ترڅنګ کډوالو ته هم ارزښت لري.
هغه وویل: «نن د ترکیې د اوسېدونکو ترڅنګ کډوال په ځانګړې توګه افغان کډوال هم چې د رایې کارونې حق لري، دغو ټاکنو کې ګډون کړی او دغه ټاکنې د ترکي وګړو او هم د کډوالو لپاره ارزښت لري.»
امید یورتداش چې د ترکیې تابعیت یې هم ترلاسه کړی، وايي، دغو ټاکنو کې یې ګډون کړی او خپله رایه یې کارولې ده. هغه تمه لري چې د ترکیې تر ولسمشرۍ ټاکنو وروسته، د افغان کډوالو وضعیت کې مثبت بدلون راشي او ترکیه کې د کډوالو د حضور اغېزمنتیا درک شي.
هغه وویل: «مونږ دلته خپل دویم هېواد کې هر ډول هڅه کړې. زموږ د افغان کډوالو پر وړاندې نه باید دوهګونی سیاست شتون ولري، دولت باید زمونږ موثریت درک کړي، د همدې لپاره ۹۰ سلنه کډوالو چې د رای ورکولو حق یې درلود، ټاکنو کې ګډون وکړ او رایه یې ورکړه.»
د یادونې وړ ده چې د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړي پړاو کې چې د روانې مې میاشتې په پنځلسمه نېټه ترسره شوې، هېڅ کوم نوماند ونه شو کولای د بریا لپاره د اړتیا وړ رایې ترلاسه کړي دي.