د سمنګان روغتیايي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د سمنګان د ولایتي روغتون امر سیدعثمان حمیدي سلاموطندار ته ویلي چې پېښه بېګاه شپه د ایبک ښار اړوند «دره زندان» سیمه کې د یوې کرولا ډوله موټر د چپهکېدو له امله رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
د نوموړي په وینا، دې پېښه کې د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي. مړې شوې دواړه ښځې دي.
د سمنګان د ولایتي روغتون امر سیدعثمان حمیدي پېښه کې د څلورو ټپیان روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
هغه همداراز وویل چې ټپیان دا مهال د ولایتي روغتون بېړنۍ څانګه کې تر درملنې لاندې دي.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د یاد هېواد په نورو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.
د راپورونو له مخې، په هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موترچلوونکي د بېاحتیاطي، د سرکونو خرابوالي او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو د نه بلدتیا له امله رامنځته کېږي.