د پاکستان په راولپنډۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
پېښه نن سهشنبه د اګسټ ۲۹مه د راولپنډۍ په «ټيچوک» سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
پاکستاني رسنیو سیمه کې د چارواکو له قوله ویلي چې دغه پېښه د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې.
په ورته مهال د رسنیو د راپورونو له مخې، په مړو شویو کې څلور ښځې او یو نارینه شامل دی. په ټپیانو کې بیا څلور ښځې او دوه نارینه شامل دي.
مړه شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي. سیمه کې پولیسو رسنیو ته ویلي، دغه کورنۍ د عمرې ادا کولو وروسته خپل کور ته پر لاره وه چې په وینا یې، د لارې په اوږدو کې له دې پېښې سره مخ شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د موټرو د تخنیکي ستونزو او د سړکونو خرابوالي له امله رامنځته کېږي.