خوست کې سوداګر له هېواد څخه بهر د جلغوزیو د صادراتو برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.
دغه سوداګر سلاموطندار ته وايي، بهرنيو هېوادونو ته دې د صارداتو لپاره ورته هوايي لارې او نورې اسانتیاووې برابرې شي.
دوی د سرپرست حکومت له مشرانو غوښتنه لري چې د چنايي سوداګرو پر ځای دې، دوی ته دا زمينه برابره شي چې جلغوزې چين او د نړۍ نورو هېوادونو ته صادرې کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جلغوزیو یوه سوداګر ريسخان وويل: «موږ له حکومت غوښتنه کوو چې زموږ جلغوزي چې دي چې چينايان دلته راځي، موږ يې بايد هلته يوسو. موږ ته بايد حکومت دا زمينه برابره کړي، ځکه سږکال چينايان دلته راغلي، ان غرونو کې هم دي، نو چينايانو زموږ ټوله ګټه خرابه کړه چې د افغانستان څخه په خپله چين ته جلغوزي يوسو، بيا به يې ګټه يو په دوه وي، ځکه دلته يو رقم سودا کيږي، هلته چې لاړ شو بيا بل رقم سودا وي، ځکه هلته روغه ده چې په خپله يې خرڅ کړې.چينايان چې دلته راغلي خو فايده يې موخه ده خو دلته زموږ ولس غريب دی بايد په خپله ګټه وکړي.»
د جلغوزيو یوه بل سوداګرو داوود وويل، که په کور دننه د جلغوزيو د پروسس او بسته بندۍ معياري کارخونې جوړې شي، نو عايد به يې دوه برابره زيات شي. «مشکلات خو دغه دي چې تر کابله پورې او همداشان بيا چين پورې کرايې ډېرې لوړې دي، نو له حکومت غواړو چې دا کمې کړي نو چې چين ته په ښه نرخ ولاړ شئ نو دلته به يې نرخونه بيا ښه وي.»
محمدصادق هم د سړېخونې د جوړېدو غوښتنه لري. «سړې خونې بايد جوړې شي چې ارکنډيشن پکې وي اوس ګرمي وي موږ په وښو باندې سيوري ورته جوړو اوس مو په خيمو باندې واښه واچول چې لاندې هوا سړه وي بايد ساړه ځايونه وي لکه اوس ګردېز کې چې يو ځای جوړ شي نو د هر ملک خلک به راځي او له دې ځای څخه به يې اخلي اوس چې دا صفا کړو اېښودلی يې نشو ځکه توره دانه پيدا کوي.»
بل سوداګر حکيم بيا وايي، دامهال په کور دننه د جلغوزيو ټول کاروبار په پاکستانۍ کلدارو ترسره کيږي چې له کبله يې دوی هر کال په ميليونونو افغانۍ زيان ويني. هغه غوښتنه کوي چې د نورو کاروبارونو په څير دې د جلغوزيو راکړه ورکړه هم په افغانيو وشي.
«جلغوزي ټول په کلدارو باندې خرڅيږي، کلدارې خو د ډالر او افغانيو په مقابل کې ارزښت له لاسه ورکړی. موږ غواړو چې جلغوزي دې په افغانيو شي، ځکه خپله سکه مو ده.ځکه دا افغانستان دی په دې سره به د افغانستان پرمختګ هم وشي.».
د خوست محلي مسوولان ډاډ ورکوي چې د جلغوزیو سوداګرو ستونزې به حل کړي. د خوست د والي وياند مستغفر ګربز سلاموطندار ته وويل، د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې په موخه له مرکزي حکومت سره په اړيکه کې دي.
هغه وویل: «د خوست ولايتي ادارې دروازې د سوداګرو په ځانګړي ډول د جلغوزيو سوداګرو پرمخ خلاصې دي. که چېرته دوی کومه طرحه او پيشنهاد لري د ولايتي ادارې سره دې شريک کړي، دوی سره په ګډه د مرکز سره خبره شريکه کړې او د ستونزو حل لپاره يوه لار ولټوي.»
خوست کې د جلغوزيو اتحاديې مسوولانو د غيرې رسمي معلوماتو پر بنسټ، ښايي سږکال د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو د جلغوزيو حاصلات ۳۵۰۰ ټنو ته ورسيږي.