Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې مېرمنې: د زعفرانو کښت مو اقتصادي وضعیت ښه کړی

IMG_3

د هرات اوسېدونکې سيما چې د زعفرانو پر کښت بوخته ده، وايي، له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي او په وینا یې، ډېرې ستونزې یې، حل شوي دي.

هغه سلام‌وطندار ته وايي چې د زعفرانو کښت یې، له کوره پیل کړ او کله یې چې ګټه ولیده، د یوې موسسې په مرسته یې، خپل کار ته پراختیا ورکړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې په ټکو چې اوس یې، اقتصادي وضعیت ښه دی. «کور مې کلي کې دی او حویلي لویه ده، کله مې چې کار پیل کړ، ګټه مې ولیده او  د یوې موسسې په مرسته مې کار پراخ کړ. اوس مې اقتصادي وضعیت ښه دی. کولای شم چې خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړم.»

په ورته مهال هرات کې یوه بله مېرمن عطايي چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د زعفرانو پر کښت بوخته ده، وايي، د دې بوټي په کرلو سره ښځې کولای شي ښه عاید ترلاسه کړي.

هغې وویل: «ډېر بدلون راغلی، زه لومړی د کور مېرمن وم او وروسته مې کور کې د زعفرانو کښت پیل کړ. یوه مېرمن چې اووه اولاده ولري، له کار پرته نشي کولای چې خپل لګښتونه برابر کړي. د زعفرانو کښت له لارې مې دوه باغونه جوړ کړل، کور مې واخیست، اقتصادي ستونزې مې هم حل شوي.»

په همدې حال کې د کرنې یوشمېر کارپوهان وايي چې د زعفرانو کښت په افغانستان کې د ښځو لپاره یو له مهمو کاري فرصتونو څخه دی.

په هراتکې د کرنې کارپوه سعید عظیمي وايي: «د زعفرانو کښت کې ډېری مېرمنې کولای شي، د بسته‌بندۍ، پروسس او خرڅلاو کې فعالیت وکړي. ۷۰سلنه د زعفرانو کښت کې ښځې د بسته‌بندۍ او پروسس کې کار کوي.»

بل‌خوا یوشمېر اقتصادي کارپوهان افغانستان کې د زعفرانو کښت چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې ډېر شوی، نه یوازې دا چې د ښځو لپاره د پایښت لرونکي عاید سرچینه بلل کېږي، د ښځو د اقتصادي او ټولنیزې پیاوړتیا وسیله هم ګڼي.

د هرات پوهنتون د اقتصاد او کرنې د پراختیا استاد عبدالله همت د زعفرانو د کښت په برخه کې د ښځو لپاره د حکومت او نړیوال ملاتړ او د مالي امکاناتو په برابرولو ټینګار کوي.

هغه وویل: «دولت کې د کرنیزې پراختیا بانک په نوم بانک جوړ کړي، کولای شي چې ښځې پور واخلي او له شپږ او اوو کلونو وروسته بېرته خپل پور ورکړي، دا به اغېزمن ثابت شي او ښځو ته اجازه ورکړي چې د زعفرانو کښت کې عملي ونډه واخلي.»

په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین سلام وطندار ته وايي، چې د تېر کال په پرتله د زعفرانو کښت زیات شوی دی. نوموړی زیاتوي چې دوی په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د زعفرانو له کروندګرو سره مرسته کړې.

نوموړي وویل: «۱۴۰۳ کال کې په ۳۰ ولایتونو کې پر ۹۵۰۰ هکټاره ځمکه زعفران کښت شوي چې تېرکال دا شمېر ۸۴۰۰ هکټاره ځمکه ته رسېده چې د کرنې وزارت د زعفران کښت، د نندارتونونو جوړولو، د بسته‌بندي او پروسس وسایلو برابرولو کې فعالیت کړی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د چارواکو په وینا په وروستیو کلونو کې ډېرو ښځو د زعفرانو کرلو ته مخه کړې. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د زعفرانو د کښت په برخه کې له افغان مېرمنو سره مرسته کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام